یو کیسه د ټولولپاره



۱.  پیدایښت

د پیدایښت نه مخکې هیڅ نه وه، خدای پاک ټول شیان پیدا کړل. هغه پرښتې پیدا کړې خو ځينو پرښتو د خدای پاک نه سرغړونه وکړه او شیاطین شول. خدای پاک شیاطین ځمکې ته ولیږل شیطان دشیاطینو پاچا دی، خدای پاک ټول هغه شیان پیدا کړي چې موږ یې وینو. ځناور، ونې، غرونه، سیندونه، آسمان، ستوري او لمر، پیدایښت غوره وه خدای پاک په پای کې نراو ښځه یې پیدا کړه. هغه سړی یې له خاورو څخه او ښځه یې د سړي له اړخ څخه پیدا کړه چې ښځه د سړي مرسته کونکې او ملګرې وي خدای پاک هغوی ته ژوند ورکړه آدم او حوا لوڅ وه خو هغوی نه شرمېدل.  خدای هغوی یې په یو باغ کې چې عدن نومیده میشت کړل ، خدای وویل چې خلقت ښه دی بیا یې دمه وکړه. هغه وخت کې هر څه ښه وه او هیڅ ګناه نړۍ کې  نه وه خدای پاک آدم او حوا ته وویل:           

" د باغ د ټولو مېوو څخه خوړلی شئ پرته د نیکي او بدي میوې ونې نه چې د باغ په منځ کې ده د هغه په خوړولو تاسو به مړه شئ. "




۲ . پرېوتل

د انسان ګناه اوخدای پاک نه لرې کیدل

آدم او حوا ډير ښه ژوند په جنت کې درلوده، پرته له کومې ستونزې، درد، لوږې، تندې او نه یې جاموته اړیتا لرله، هر څارویې یې په نوم پیژنده، خدای پاک ورسره په مخامخ خبرې کولی، خدای پاک وویل چې یوازې د یوې ونې مېوه ونه خورئ. خو یوه ورځ شیطان حوا ته اندیښنه واچوله چې هغه د منعې شوې ونې میوه وخوري شیطان وویل: "هغه میوه وخوره ته نه مړه کېږې" هغه دروغ ویل بیا حوا میوه را وشکوله او ویخوړله او آدم ته یې هم ورکړه هغه هم وخوړله چې یو ناڅاپه دوی پوه شوه چې لوڅ دي او ځانونه یې په پاڼو پټه ول. ځکه هغوی شرمیدل، خدای پاک وویل چې تاسو ته چا وویل چې لوڅ یې؟                         

آدم اقرار وکړ چې هغه منع شوې ونې میوه مو وخوړله بیا پوه شوو. خدای ورته لعنت وویل آدم یې د سخت کار، او ماشومانو ته ډوډی په ډيرې خوارې پیداکولو سزا ورکړه، او ښځي ته یې د زایمان درد او د خاوند اطاعت کول. خو بیا هم خدای پاک ورسره وه او ورته یې جامې د څارویو له پوستکي  جوړه ولو چل ښکاره کړ هغوی مجبوره وه چې د ځان د پټولو لپاره څاروي مړه کړي او دا لمړنۍ وینه وه چې د ګناه لپاره تویږي آدم او حوا ګناهکار وه، د دوی هر ماشوم ګناهکار وه نو دا وجه وه چې ټول انسانان ګناهکاره شوه.    



۳ . قائن وهابیل

 

د آدم او حوا ماشومان هم د مور و پلار پشان یې ګناهکار وه. د آدم او حوا لومړی ماشوم قائن وه. چې هغه یو بزګر وه، او دویم زوی یې چې هابیل نومیده هغه یو شپون وه، هغوی به د خپل له مال او هغه څه یې چې لرل خدای پاک ته د قرباني په توکه وړاندې کول نو قائن د خپل د ځمکې محصول اوهابیل د خپل له رمونه یو پسه خدایته وړاندې کړ. خو خدای پاک د هابیل قرباني ومنله او د قائن قربانې یې ونه منله. هابیل خپله قرباني له ایمان او وینې تیولو سره وړاندې کر، نوکله چې قائن پوه شو سخت په غوسه شو. خدای پاک وویل: چې ولې په غوسه یې؟ او داسی څه ونه کړې چې ګناه دې نوره هم لویه شي . خو قائن بیا هم په غوسه وه او هابیل یې په چل خپل ځمکې ته بوته هلته وواژه خدای ترې پوښتنه وکړه ستا ورور چیرته دی؟ قائن وویل چې مګر زه د هغه ساتونکی یم؟ خدای پاک وویل: ستا د ورور ویني غږ کوي . خدای پاک قائن ته جزا ورکړه او هغه یې ډير سرګردانه کړ. خو بیا هم خدای پاک په هغه رحم وکړ چې هغه ته یې یوه نښه کیښوده ترڅو چې هغه څوک مړ نشی کړی.




۴. نوح

خدای پاک پخپله ژمنه ولاړ او یو ژغورنکی چمتو کوي

د آدم او حوا ماشومان ګناهونوته دوام او دوام ورکاوه. هغوی خدای پاک سره مینه او له خدای پاک څخه اطاعت کول یې پرښوده. خدای پاک خپه وه، چې انسان یې پیدا کړ. خو دلته یو ښه سړی چې نوم یې نوح وه. خدای پاک نوح ته وویل: یوه بیړی جوړه کړه ځکه زه به دا ټول خلک دطوپان اودسیل په راوړو سره له منځه یوسم . نو, نوح هم بیړی له لرګیوجوړه کړه او کورنۍ یې هم هغه سره مرسته وکړه نوح خلکو ته وینا کوله چې د خدای پاک په لار روان شي. خو خلکو به پرې ملندې وهلې. بیا نوح له هر څاروینه یوه جوړه بیړی ته ورننیسته او خدای پاک ور له شانه پورې کړ. وریځې راغلې او بیا تر ۴۰ شپې او ورځې باران ووریده. اوبه له ځمکې نه پورته شوې پرته له نوح او د نوح کورنۍ نه نور ټول خلک له منځه ولاړ. او د نوح بیړی تر ۱۲ میاشتې د اوبو په سر وه بیا اوبه وچې شوې. ټول ځای له خټو ډک وه، خدای د بیړی ور خلاصه کړ او نوح له بیړی نه ووت او د مننې لپاره یې خدایته قرباني وکړه. خدای پاک ورته زرغون ښکاره کړ دسولې لپاره.

 

 

  

۵. دسدوم او عمروه ښارونه

 

خدای پاک له ګناه کرکه او ګناهکار ته سزا ورکوي

د سدموم او عمروه په نامه د ګناهونو دوه ښارونه ول چې یو نیاوګر سړی په کی اوسیده او نوم یې لوط وه چې ښځه او لورانی یې په ګناهونو ککړی وې خو دا ناوړه چارې یئ په ښار کې نه کولې خدای پاک پوهیده چې لوط یو ریښتنی څوک دی نو رحم یی پرې وکړاو پرښتی یې ورولیږلی چې ښار پریږدي ځکه دا ښارونه به سبا ته ونړیږي د ښار خلک د لوط کورته ورغلل چې پر پرښتو تیری وکړي، پرښتو هغوی ړانده کړل او په هماغه شپه لوط، ښځې او لورانو یې ښار پریښود پرښتو لوط ته ډاډ ورکړ چې پرخدای باور وکړي،له  لارښوونو سره سم یې ګامونه پورته کړي، مخکې ولاړ شي او تر شا ونه ګوري د لوط ښځي شاته وکتل او په هماغه شیبه په مالګه واوښته لوط او د هغه دوه لورانې خدای وساتل ځکه خدای پر هغوی رحم وکړ او خدای پاک سزا ورکړه د هغه ښار ګناهګارو خلکو ته.

.





۶. ابراهیم او دهغه زوی

 

دخدای پاک پلان

یو ډیر عادل سړی چې نوم یې ابراهیم وه خدای هغه خوښ کړ ځکه چې هغه ایمان داره سړی وه او په خدای ډاډمن. ابراهیم یوه ښځه درلوده چې نوم یې ساره ( سارا) وه چې ماشوم یې نه درلوده او لوط د هغې کاکا وه خدای پاک له ابراهیمه وغوښتل چی کډه شی او بل ځای ته چی نی پیژنی لاړشي او ژوند وکړي. ابراهیم هم هر څه را ټول کړه او له هغه ځایه یې کډه وکړه. ابراهیم ایمان درلوده او خدای ځینی ژمنې ورسره کړې وې چې د ډیروو ځمکو خاوند به شي او بې شمیره ماشومان به  ولرې او د نړۍ خلک به دهغه د ماشومانو له لارې برکت واخلي ابراهیم په خدای پاک باور درلوده په هغه وخت کې چې سدوم او عمروه له منځه ولاړل ، پرښتې راغلې او ابراهیم ته یې وویل چې په یو کال کې به ته دماشوم پلار شې ، ابراهیم او ساره ( سارا) په خندا شول ځکه هغوی ډیرزاړه وه چې یو کال باد ددوی یو ماشوم وشو دوي ته دا ماشوم زښته ډیر ګران وه ،ورته جامې او هر څه یې برابرول.یوه ورځ خدای پاک ابراهیم ته وویل چې ځینی لرګې او د خپل زوی دې واخله او یو ځای ته لاړشه چې وشې کړی زوی دې قربانی کړې ابراهیم ایمان درلوده او هغه همداسې وکړل دهغه زوی پوښتنه وکړه کومه ده څاروی د قرباني کولو لپاره ابراهیم وویل خدای پاک به یې چمتو کړي، کله چې هغوی سمې ته  ورسیدل نو ابراهیم  بلهارځی جوړکړ

هلته یې لرګي کیښودل خپل زوی یې وتاړه اوهر څه یې د زبحی لپاره چمتو کړه چې یوه پرښته څرګنده شوه هغه یې ودراوه چې خپل زوی ته ضربه ونه رسوي خدای پاک ورته پسه ولیږه خدای پاک ابراهیم ته وویل چې له تانه خوشال یم ځکه چې ته ایمان لرې او د همدې لپاره به ستاسو نومونه ابراهیم او سارا ته واوړي. د خدای پاک په یاد وه چې ابراهیم سره یې ژمنه کړې وه چې ماشومانو اوځمکی ته به برکت ورکړي د هغه ماشومان اولمسي یې ستر او غټ شوه.        




۷. مصر

 

خدای پاک خپله ژمنه پوره کړه او برکت یی ورکړ هغو چاته چې ایمان لره.

د ابراهیم اولاده دلوږې له لاسه مصرته وتښتیدل او هلته یی د پاچانه یوه ټوټه ځمکه واخیسته چې ډیره ښه ځمکه وه او ۴۰۰ کاله هلته پرته له کومی ستونزو ووسیدل په مصر کې یو نوی پاچا په واک شو او هغه وویل چې د ابراهیم کورنۍ ډیره غټه کورنۍ ده او کیدی شي چې بیا به موږته یې زیان ورسیږي نو پاچا وغوښته چې هغوی نه مرییونه  (غلامان) جوړ کړي چې ورباندې درانه کارونه، سړکونه او ښارونه جوړ کړي خو خدای پاک هغوی ته برکت ورکاوه نو پاچا له دې کبله د نارینو او ماشومانو وژنه پیل کړه. او دا وخت ډیر د ژړا او ماتم وخت وه خدای پاک د هغوی د ژړا او خپګان غږ واریده. د هغوی په درد او نالو پوهیده خدای پاک پلان درلوده چې یو کس د ابراهیم اولادې نه د ژغورنکي به توکه خلکو ته واستوي چې خلک وژغوري او مینه ورکړي



۸. خدای پاک یو ژغورونکی خلکو ته غوره کړ

 

یو ایمان داره کورنۍ وه چې دخپل ماشوم یی پټ ساته چې نوم یې موسی وه کله چې موسی ورور ورور غټې ده نو هغه یی پټ په یوه ټوکری کې کیښوده او د نیل په سیند کی خوشې کړ.د پاچا لور د سیند په غاړه کې لمبل موسی یی ولیده او هغه یی پورته کړاو ویساته.کله چې موسی ځوان وه یو سړی یی مړ کړ هغه سړی د ابراهیم د اولادی یو کس یی په قمچین وهلی وه نو همدا وه چې بیا دښتې ته وتښتید.او خدای پاک ورته ډیرې رمې ورکړې،موسی د خپله رمې سره وه

هغه یو بوټه ولیده چې په اور اوښته خو خپله بوټه  نه سوزیده بیا یو غږ پورته شوچې ویل یې خپل بوټان وباسه ځکه ته په یو مقدس ځای کې ولاړیې. خدای پاک موسی ته وویل "ته باید مصرته لاړشې او زما خلک وژغورې" بیا خدای پاک وویل چې "زه څوک یم؟  زه څوک یم؟" خدای پاک خپله ځان ښکاره کاوه موسی وډارشو، خدای پاک ورته معجزه وښودې او کارګران یې په ماران واړول موسی په خدای پاک باور وکړاو بیرته مصرته ولاړل او پاچانه یې غوښتنه وکړه چې د اسرائیل خلک آزاده کړي، خو دا خبره پاچا رد کړه موسی د خدای پاک قوم سره خبرې وکړې او هغوی ته یی وویل چې له دی ځایه به لاړ شو هغه ځایته چې خدای پاک زموږ نیکه ابراهیم ته ژمنه کړې وه. خدای پاک ډیر قوی وه او  لس بلاوې یې ناځلې کړې. آن هغه ماشومان چې د میندو لمړینی ماشوم وه هغه یی هم مړه کړل. پرته له هغو ماشومانو نه چې ور،ته یې وینې ورباد شوې وي.  په آخر کې پاچا د مصر وویل چې پریږدی دا ځای او هغوی هم د خپل د ژغورنکي موسی شاته د اسرائیل په خوا روان شوه





۹. لس حکمونه

 

خدای پاک د عدالت تمه لري

 

د ابراهیم اولاده مصر یی پریښوده، او مصریان ډیر غوسه شوه او یو لښکر یې هغو شاته ولیږه چې هغوی وڅاري. د خدای پاک خلک ډیر وه نو د هغوی پیدا کول په دښتی کې آسانه کار وه.هغوی وتښتیدل او د سیند غاړې ته ورسیدل او هلته بند پاتی شول. نو خدای پاک ورته لاره هواره کړه او د سیند په مینځ کې یی لاره خلاصه کړه. کله چې مصریان هغوی یې ولیدل نوهغوی هم په دی لاره روان شوه. خو خدای بیرته لاره وتړله او اوبه یې سره یو ځای کړې او ټول یې غرق شوه. خدای پاک ورته په دښتې کې د هغه ژمنه شوی سیمی په لار کې اوبه او ډوډی ورکړې خو خلکوشکایتونه پیل کړه نو موسی غره ته پورته شو او هلته یې دعا وکړه. خدای طوپان او تندر ور ناځل کړ خلک سخت وډار شوه.

خدای موسی ته لس فرمانه ورکړل.

 

۱. پرته لمانه بل هیڅ خدای نشته

 

۲.هیڅ کله د بت عبادت مه کوی.

 

۳.هیڅ کله زما له نوم نه د خپل شیطاني هدفونو لپاره مه کاروی.

 

۴. په اومه ورځ کې کار مه کوی او هغه مقدسه وګڼی

 

۵. د خپل مور او پلار درناوی وکړی.

 

۶. قتل مه کوی

 

۷. زنا مه کوی

 

۸. غلا مه کوی

 

۹. په چا د دروغو تور مه لګوی

 

۱۰. د بل چا د شتمنی، کور اوښځې تمه مه لری.

 

خدای پاک دا فرمانونه د تیږې پر سر ولیکل او موسی د څو ورځو لپاره په غره

کې پاتې شو خلکوپه شکونو پیل وکړه چې موسی به مړ شوی وي د ابراهیم اولادې ځان ته د پسه بت جوړاو قیمتی څیزونه به یې ورتهوړاندې کول لکه والۍ،پیسې او دهغه عبادت به یې کاوه او خلک ټول یو بل سره ژمن وه کله چې موسی راغی خلک یې پیدا کړل چې څه کوی ډیرزیات خواشینی شو اوهغه لیکل

شوي قانونونه د خدای پاک یی لاندې وغورځول موسی دپسه بت عبادت کولو نه کرکه درلوده او بیا له سره هغه لس فرمانه د خدای پاک، یی په تیږه کې ولیکل مړه به شی هغه څوک چې د خدای دفرمانونو څخه  سرغړونه وکړي او د خدای پاک پلیون نه کوي

 

۱۰. برنجي ښامار

خدای پاک لورین دی اود ژغورلو لاره برابره وي هغه له موږ نه غواړي چې د هغه لاره باندې روان شو

 

کله چې د خدای پاک خلک مهاجر شوه نو هغوی په خدای پاک باور ونه کړ او شکایتونه یې پیل کړه. هغوی د ژمنی سره سم د ټاکل شوي ځای څنډې ته ورسیدل نوخدای پاک د موسی څو کارګره یې د هغه ځای لیدولو ته واستول چې ویوینی ، ځمکه ډیره ښه ځمکه وه خو د خدای پاک لاس لاندې. او  ځینوخلکو هغه  رد کړه، نو خدای پریکړه وکړه چې دا خلک له منیځه یوسی خو موسی خدای پاک ته دعاوې وکړې او خدای پاک دعا یې ومنله خدای موسی ته  وویل زما خلکو ته ووایه  چې څلویښت کاله به په دښتې کې سرګردانه اوسی. خدای پاک وویل هغه چا چې دا وعده شوې ځمکه یی رد کړې هیڅ کله به هم هغې ځمکی ته ونه رسیږي. کله چې د ابراهیم اولاده د کلونو سرګردانه وه خو بیا هم خدای پاک ته ګران وه. او هغوی ته به یې کتغ او اوبه ورکول دوی به جامی او بوټونه له ځانه نه ایستل بیا هغه خلک چې د خدای پاک ژمنه شوی ځمکه یې رد کړې وه ورو ورو مړه شوه هغه چا چې د خدای پاک منلی وه هغه ژمنه شوی ځمکه یې لاس ته راوړه او هلته یې ښارونه او کورونه جوړ کړه او کلونه کلونه هلته ووسیدل   





۱۱. د عیسی زیږون

   

خدای پاک په خپله خبره ولاړه وه او ژمنه کړی ماشوم یې ولیږه

خدای پاک د پیغمبرانو له لارې ویلی چې یو څوک به د انسانانو ژغرولو لپاره راځي.یوه ځوانه پیغله چې نوم یی مریمه وه په ژمنه شوی سیمه که یی ژوند کاوه او د، یوسف په نوم سړی سره کوژده وه. مریمې هیڅ کله هم د کوم نارینه سره اړیکه نه درلوده او خدای پاک د خپل په قدرت سره د روحلقدس له لارې هغه اومیدواره کړه ، کله چې یوسف د مریمې اومیدواری نه خبر شو نو پریکړه یی وکړه چې هغې نه بیل شي خو خدای پاک  یوسف ته پرښتی واستولی چی دا ماشوم د خدای پاک دې بیا یوسف مریمې سره واده وکړ. او هغه یې خپل کورته بوتله خو ترهغې ورځ سره یو ځای نه شوه چې ماشوم وزیږوي د ماشوم وخت نیژدې وه خو په هغه وخت کی ډیر خلک له هر ځای نه خپل کلي او د نیکو ځایوته راتلل او ټول کوټي او ځایونه یې ډک کړي وه. نو کوم تشه کوټه یوسف او مریمې ته پیدا نه شوه هغوی مجبوره شوه او یوه غوجله یی پیدا کړه هلته لاړل او ماشوم وزیږده پرښتې لاړې او شپانوته یې وویل چې نن مو ژغورنکی وزیږده. او خدای له موږ سره ده  شپانه لاړل او د عیسی مسیح سجده یې وکړه کله چې عیسی ماشوم وه نو هغه یې مزدک ته ویوړ چې خدای پاک ته وړاندې کړي یوډیر زوړ سړی د شمعون په نوم چې هر وخت به په مزدک( معبد) کې اوسیده خدای شعمون ته ویلی وه چې تر هغه وخت به مړنه شې تر څو چې ژغورنکی دې لیدلی نه وي، کله چې یوسف او مریمې عیسی یی خدای پاک ته وړاندې کړخدای پاک شمعون ته وویل چې دا ده هماغه ژغورونکی، او همالته یوه زړه ښځه هم د آنا په نوم وه د هغې په یاد شوه  چې خدای پاک ژمنه کړی وه چې یوه ژغورونکی به لیږي ، نو شمعون او آنا له خوشالی به یی هرې خوا د مزدک(معبد) چیغې وهلی چې دا ده ژغورنکی راغلی. کله چې عیسی ۱۲ کن وه له مور او پلار سره به هر وخت د مزدک جشنګی ته تلل بیا  هغوی بریته له جشن نه را وګرځيدل او ګوری چی عیسی ورسره نشته ډير  ځایونه یې پسې ولټول، آخر بیرته بیت المقدس ته لاړل چی ویني عیسی په مزدک کې ده. اود یهودي ښونکو خبرې آورې او پوښتنی ورڅخه کويټول خلک یې ویښیاری ته حیران ول.



۱۲. د عیسی تعمدي لمبا(غسل)

عیسی له غسل وروسته د خپل دنده پیل کړه نو له دې کبله نوی ایمان راوړونکوته د تعمید غسل د یو عام اقرار او منښتې حیث خپل کړی ده

خدای پاک یو پیغمرواستوه  د یحیی په نوم  چې د عیسی د تره زوی هم وه هغه به خلکو ته په دښتی کې موعظې کولې نه په ښار کې،یحیی به خلکو ته ویل توبه وباسی ،اود خدای پاک په لار روان شی، او ښه کارونه وکړی یحیی به خلکو ته تعمدي غسل ورکاوه. تعمیدي غسل یانې هغه کس لکه چې له سره وزیږيږي یانې(کله چې یو زوړسړی مړشی او هغه خاورو ته وسپارل شی) یحیی وویل خلکو سره ښه وکړی او په هغه څه چې لری خوشاله اوسی.خلکوله یحیی نه پوښتنه وکړه چې ته هماغه ژمنه شوی ژغورونکی یې؟ هغه وویل یو څوک په لارې کې ده او زه دد وړتیا نه لرم چې بوټواښی یې پرانیزم،اوهغه به د خدای پاک لاره وي  مقصد یی له هغه نه عیسی وه  عیسی دیرش کلن وه نو خپل دنده یی له سفر سره پیل کړه هغه چیرته چې یحیی خپله موغظې کړې وې کله چې یحیی عیسی یې ولیده وویل چې وګوری هغه قرباني چې د ټولې نړۍ د ګناهون و              

پاکولو لپاره راغلی، عیسی اوبوکې ننوت خو یحیی نه غوښته چې هغه  ته تعمدي غسل ورکړي ځکه یحیی پوهیده چې عیسی مقدس ده. خو عیسی وویل چې زما تعمید به حق ښکاره کړي، یحیی هغه د اوبو لاندې کړاوکله چې د اوبونه پورته  شو یو ډير جګ غږ راغی چې ویل یې، دا زما ګران زوی دی چې زه ورنه خوشال یم او روحلقدس د کوترې پشان له ډیرې رڼا سره پر عیسی نازل شو په دې توکه د عیسی دنده پیل شوه.پس له دې، د عیسی ژوند په ځمکه کې پیل شو.یوسړی چې افریقانه وه  د عیسی پلیونی (پیرو) وه ،ویلیده د دخدای پاک خبرې مخکې لوستلې وې خو دخدای پاک  په ژمنو نه وه پوهیدلی عیسی ورته تشریح کړاو هغه افریقایی وویل چې زه اوس پوه شوم او باور لرم خو ولی نه شمه کولی چی اوس تعمیدي غسل واخلم؟  

 

عیسی موږ ته وښودل هغه څه چې سم دي اوموږ تر اوسه هغه څه کوو چې سم دي کله چې موږه ایمان دار شو نو تعمیدي غسل نیسو



۱۳. عیسی  سین آرامه وي

عیسی د نړۍ په طبیعت هم قدرت درلود

دعیسی له تعمید نه وروسته ډيرخلک راتلل چې د هغه موعظې واوري او هغه به هم ډیرو خلکو ته شفا ورکاوه اوداسې نورې ډیرې معجزی یی وښودې عیسی دولس زدکونکي درلودل چې له هغوی سره به سفرته تلل. یوه ورځ چې عیسی ډیر وخت یې په موعظې کې او د خلکو شفا ورکولو کې تیر کړ نو ډير ستړی شو اولاړ په یو کیښتی کې چې له هغو خلکولرې شي کله چې هغه په کیښتی کې وه نو خوب یوړچې ناڅاپه یو ډیر سخت طوپان راغی د عیسی زدکونی هم کب نیونکی وه او د کیښتی په هکله پوهیدل ډیر بد طوپان وه هغوی سخت وډار شوه، عیسی یې له خوبه پورته کړاو ورته یې وویل چې ته موږ نه غواړې وساتې؟ موږ مړه کیږوعیسی وویل چې ولې ډاریږې ؟ ایمان مو چیرته ده ؟ او بیا عیسی ودریده اولاسونه یې پورته کړه چې هر څه آرامه کړي بیا طوفان ، باران او څپې ټولی ودریدې او بیرته آرامه آرامي شوه نو زدکونکي یې وویل چې دا څه ډول انسان د چې آن طوپان او څپې هم له هغه نه اطاعت کوي؟

عیسی هغوی ته دا ښکاره کړه چې د خدای قدرت ورسره ده او دنړۍ طبیعت باندی هم قدرت لري. اوبیا یې کیښتی بلی خواته بوتله                                




۱۴. عیسی یو لیوني ته شفا ورکوي                    

عیسی قدرت لري پر بدیو

په تیره کیسې کې چې عیسی طوپان یې غلی کړ .د سیندګي په بله غاړه کې یو لیونی سړی وه چې په هدیرې کې اوسیده هغه سړی به تل لوڅ وه. او ځان ته به یې زیان رساوه نو خلکو به هغه په ځنځیرو تاړه. خوهغه به هر وخت وتښتیده، یو وختې چې عیسی له زدکونکو سره له هغې سیمې تیریده هغه ځان له پورته لاندې وغرځاوه عیسی له هغه سړي نه چی لیونی وه او پیریان یې لرل پوښتنه وکړه چې نوم دې څه ده؟ پیریانو ځواب ورکړموږ ډير دلته یو.او نه یې غوښتل چې هغه سړي نه را ووځي خو هغوی پوهیده چې عیسی کولی شی هغوی له مینځله یوسي.نو له عیسی نه یې غوښتنه وکړه چې هغوی په هغه نیژدی د  څارویان و یوه ډله وه هلته واستوي عیسی هغوی هغه څارویانو ته واستول اوڅارویانو منډه واخیسته ځانونه یی اوبوکې واچول او غرق شوه کله چې پیریان ووتل نو لیونی سړی ویښیار شو، حافظه یې بیرته لاس ته راړه او جامې یې واغوستلې نو سړي غوښتل چې له عیسی سره لاړشي خو عیسی وویل چې اینجل خپور کړه په کلي او ښارو کې د ښار خلک پوه شوه چې څه را پیښ شوی نو ووتل او له عیسی نه یې وغوښتل چې له هغه ځایه لرې شي هغوی هغه څه نه چې پیښ شوی وه ډیر خوشاله وه خو هغوی هغه رښیتا له لاسه ورکړ عیسی او زدکونکی یې په کیښتی کې له هغه ځایه ولاړل .




۱۵. عیسی یوه رنځوره نجلی روغه وي     

 عیسی په مړو هم قدرت لري

عیسی ډيرې موعظې وکړې او ډیرو خلکو ته یې شفا وکړه مړي یې ژوندي کړل.یوه ورځ یو مشرسړي چې په کور کې یی دعا کوله له کوره ووت اوعیسی ته یې وویل چې راځه زما لور ته شفا ورکړه هغه ډیره سخته ناروغه ده. هغه سړي وویل که تاسو یوازی ورباندې لاس کیږدی نو هغه به روغه شي. عیسی ورسره روان شو اولاړ مخکې له دې چې کورته ورسیږي خلکو په چیغو وویل چې لور دې مړه شوه ، عیسی هغه ته وویل مه ډاریږه یوازی باور وکړه او ایمان دې له لاسه مه ورکوه، هغه نه ده مړه یوازې ویده ده په دې خبره  ماتم لرونکي خلک په خندا شول (ځکه هغوی پوهیدل چې هغه مړه ده) عیسی  خلک له کوره وویستل پرته له یعقوب ،یوحنا،مور،پلار یې عیسی هغې ته وویل چې اې نجلی راپورته شه نجلی سترګې خلاصې کړې او پورته شوه دا یوه ډيره حیرانوکې خبر وه ټولوته. عیسی وویل چې یو څه خواړه ورته ورکړی چې ویخوري، هغه نجلی مړه وه خو اوس ژوندی شوه او بیا عیسی د هغوی کورنه ولاړ.

(که تاسو هم دیو چا په جنازی کې داسی یو کار مو لیدلی وه نو څه عکسلعمل به مو ښکاره کاوه؟)



۱۶. عیسی له ډیرو خوړو سره  

عیسی د خلکو اړیتاوې پوره کوي

په زرګونه خلک د عیسی پیلوني(پیروان) وه او څو شپې او ورځې د عیسی سره وه د هغه ویناوې اوریدې او ورسره رغیدل یوه ورځ چی دوی همداسی روان وه نو یو ځای ته ورسیدل چې هیڅ نورخلک نوه او هلته هیڅ نه پیدا کیدل هوا هم د تیارو کیدو په درشل کې وه او خلک وږې وه نو زدکونکو یې وویل خلک ولیږو چې ځان ته خواړه پیدا کړي بیا عیسی وویل چې له کومه یې پیدا کړي ؟ تاسو هغوی ته خواړه ورکړی. د خلکو شمیر د ۵۰۰۰  ډیر وه نو زدکونکو وویل چې دومره ډیرو خلکو ته خواړه ورکړو دا خو زموږ د ۲۰۰ ورځې ماش ده. بیا زدکونکي راغله او وویل په ټولو خلکو کې یوازی یو هلک پینځه ډوډي او دوه کبان یې لرل نو بیا عیسی هغوی ته وویل چی خلکو په ډلی ډلی کینوی او هغه دوه کبان او پینځه ډوډۍ یې واخیسته لاسونه یې پورته کړه دعا یې وکړه او بیا یې زدکونکوته خواړه ورکړه چې په خلکو یې وویشي ټولو خلکو وخوړل ماړه شوه او پاتی نور یې چې ټول کړه دولس ټوکرې ترې زیاتې شوې ددې کار سره خلکوغوښته چې عیسی پاچا شی خو عیسی پوهیده چې دا د خدای پاک پلان نه ده نو یو ځای ته لاړ چې په یوازی دعا وکړي.





۱۷. عیسی یو ړوند سړي ته شفا ورکوي

عیسی په ناروغانو هم قدرت درلود

د دعا ورځ وه او عیسی د دعا لپاره روان وه چې یو ړوندسړی یې ولید دعیسی زدکونکو له عیسی نه پوښتنه وکړه چې دا دچا ګناه ده؟ دد او که دمور او پلاریې چی دا ړوند شوی؟ عیسی وویل د هیچ چا ګناه نه ده او داددی لپاره ده چې د خدای پاک قدرت ښکاره کړي او عیسی د هغه سړي په سترګو کې خټه وموښله بیا یې ړوند سړي ته وویل چې اوس دې سترګې ووینځه هغه سړی لاړ او سترګې یی ووینځلی چې سترګې یی خلاصې کړې وینی چې هر ځای لیدلی شی، خلکو هغه ولیده او ویل به یی داهماغه ړوند درویزګر نه ده؟ او ځینو ویل چې دا هغه نه ده یوازی د هغه په څیره ده چا به ویل چې دا هماغه ده او مذهبي مشرانو ړوند سړي نه پوښتنه وکړه څنګه ته روغ شوې؟ ړوند سړي ځواب ورکړ چې عیسی زما سترګې جوړې کړې هغه یو پیغمبر دی. هغه خټه جوړه کړه زما په سترګو یې کیښوده بیا می ووینځل او اوس روغ شوم. مذهبي مشرانو وویل چې هغه ګناه کار ده( هغوی د عیسی د هر نوی کار نه ډاریدل ) خو مکر یو ګناه کار کولی شی چی چاته شفا ورکړي ؟ تاسو مذهبي مشران یاست خو رښيتا نه منی. هغه سړی چې مخکی ړوند وه وویل: هغه څوک چې د خدای پاک عبادت کوي خدای پاک د هغه خبره مني، کوم چا په ټوله نړۍ که هغه چا چې له مور نه ړوند زیږیدلی وي روغ کړی؟ که هغه د خدای پاک نه راغلې نه وه نو هغه به څنګه دا کار کاوه وروسته له هغه نه عیسی هغه ړوند سړی چی روغ کړی وه ولیده هغه نه یې پوښتنه وکړه ته د خدای پاک په زوی باور لرې؟ هغه سړي وویل هغه څوک ده چې زه په هغه باور وکړم عیسی وویل همدغه کس کوم چې تاسره خبرې کوي بیا هغه ځواب ورکړ هو زه باور لرم.




 ۱۸. د الهي ماښامنی(عشاء رباني )       

عیسی موږ ته وښوده چې ښه مشر څنګه وي او هغه په یاد وساتو

عیسی په اورشلیم که وه او موغظې یې کولې تر هغه پورې چې د مذهبي مشرانو غوسې وپارولې او دهغه د نیولو لپاره یې پلانونه جوړ کړه، عیسی آخرین شپه چې زدکونکو سره یې تیره کړه،موعظه یې وکړه، په ګډه یې ډوډۍ وخوړله او دنده یې د خلاصیدو په درشل کې وه عیسی هغوې ته وویل دا به مې آخرین شپه وي چې له تاسو سره یو ځای ډوډۍ خورم. عیسی غلی پورته شو او یوه ټوټه یې ملا پورې وتړله بیا یې زدکونکو ته وویل تاسو اړتیا لری چې د یوبل پښې ووینځی. نو اوبه یې راوړی چې د هغوی پیښې ووینځي. خو زدکونکو نه غوښتل چې عیسی یې پیښې ووینځي خو عیسی وویل دا کار باید وشي دا یوه بیلګه ده چې مشران خدمتکاران اوسي همدارنګه عیسی هغوی ته وویل چې فرمانونه په ځای کړي او له دینه وروسته عیسی یهودا د یو خائین په سترګه وینی، یهودا عیسی ته خیانت کوي بیا عیسی وروسته له شکر کښلو ډوډۍ یې ټوټې کړه او وویل چې دا زما ځان ده زما په یاد یې وخوری بیا یې یوڅیز د څښلولپاره وکړه وویل دا زما وینې دي او زما په یاد یې وڅښی، عیسی وویل چې دا دود زما د یاد لپاره تازه وساتی او بیا ټول له هغه ځایه لاړل دعا لپاره




۱۹. د عیسی نیول او په دارول

عیسی خپل ژوند موږه ته وباښه

پس له ماښامنی عیسی له زده کونکو سره یی د ښارنه بهر شوه، ددعا لپاره

کله چې عیسی دعا کوله، یهودان له سرتیرو سره راغلل او عیسی یې ونیوه . اود هغه وخت مذهبي مشرانو ته ویوړ،سرترو هغه یې په قمچینه واهه تر څو چې په هغه تورونوباندې چې نیول شوی په هغه اعتراف وکړي. خو عیسی د هغوی خبره نه منله او مذهبي مشرانو هغه یې پاچا ته وویوړ پاچا وویل چې د سړي کوم غلط کار نه دی کړی خو مذهبي مشرانو همدا ویل چې هغه دې باید مړشي

( عیسی) بیا پاچا وویل چې عیسی۳۹قمچینې باندې ووهی اوخوشېې کړی .خو مذهبي مشرانو د هغه په وژلو ټینګار کاوه سرتیرو هغه یې واهه او په هغه یې ملنډې وهلې، آخرې پاچا هم د هغه د وژلوامر ورکړ.سرتیرو عیسی یې د ښار نه بهر ویوړاو هغه یې په داروڅړاړه په لاسونو او پښو یې میخونه وټکول، او بیا یې په سر د اغزو تاج کیښوده، په ملنډو یې شراب ورته وړاندې کول خوهغه له ځانه لرې کاوه او له ډیره درده ساه یې بنده بنده کیده عیسی وویل چې خلاص شو او بیا یې ساه وخته عسی دنړۍ خلکو ګناهونو لپاره په دار شو هغه دهریو د ګناهونو بیه ورکړه اود خدای پاک هغه ژمنه یې چې کړې وه. یو څوک به راشي د نړۍ د خلکو ګناهونو لپاره عیسی وه کله چې عیسی مړ شوټکنده غرمه وه او یو ناڅاپه ټول ځای کې  تیاره خوره شوه د سرتیرو مشر هغه یې په نیزې وواهه چې دا ثابته کړي چی هغه مړی شوی دی

 

۲۰. دعیسی بیا را ژوندي کیدل

عیسی په خپل مرګ هم قدرت درلود

بیا یې عیسی یو سوړ غار ته ووړ او یوه غټه تیږه یې ترشاه کیښوده  او څو سرتیرې هم آلته په دندې وګمارل تر څو چې د عیسی پلیوني دهغه مړی ونه باسی درې ورځې باد پس له رخصتی نه څوښځې راغلې چې د عیسی مړی په

خوشبویو تیلو غاړکړي سرتیري هلته نه وه او د غارتیکه لرې شوه وه کله چې هغوی دی قبر منځ ته ننوتل چې دوه پرښتې یې ولیدې او پرښتو وویل، ولي ژوندی په مړو کې لټوی؟ هغه دلته نشته، ژوندی دی، عیسی نور مړ نه وه هغه ژوندی وه، هغه د خپل په مرګ هم قدرت درلوده .هماغه ښځو چې پرښتی یې لیدلی وه منډه یې واخیسته او د عیسی پیلویونو ته چې یو ځای کې ټول شوي وه خبرورکړ ،هغوی په مڼده غارته راغلل او ویلیده چې عیسی هلته نشته له هغه نه وروسته ،عیسی به هغوی ته ځان ښکاره کاوه او ورته به یې موعظې کولې ډوډي به یی سره خوړله ۵۰۰ خلکو نه ډير عیسی یې ولیده چې ژوندی دی عیسی هغوی ته د خدای پاک هغه ژمنه په یاد کړه چې ابراهیم ته یې کړې وه او یوه ورځ چې عیسی د خپل پیلونو څه بیلیده او بیرته آسمان ته خپل پلار ته روان وه  هغوی ته یې وویل چې زما د ژوند او خدای پاک جلال لپاره ټوله نړۍ خبره کړی تر څو چې بیرته راځم




۲۱. عیسی ستا په تمه دی

عیسی  ژوندی دی او خلک کولی شي چې تر اوسه په خدای پاک باوروکړي

موږلکه آدم اوحوا، هابیل او قابیل ټول ګناهکار یو. او هماغسې چې موږ د نوح، سدوم او عمروه کیسی ته وګورو نو پوهیږو چې خدای پاک له ګناه نه کرکه او کناه کار ته سزا ورکوي همدارنګه کله چې د آدم وهوا، قابیل،موسی او عیسی کیسو ته وګورو نوپوهیږو چې خدای رحم کوي پرهغه چا چی ورته ګران دي

کلونه مخکې خدای ابراهیم ته ژمنه کړې وه چې یو کس به ستا د اولادې نه ټوله نړۍ ته برکت ورکوي خدای پاک پوهیده چې ټول خلک ګناه کار دي اوخپله نه شي کولی چې خپله ځان له ګناه نه وژغوري نوخدای پاک یو ژغورونکی واستوه چې خلک له ګناه نه وژغوري هغه ژغورونکی عیسی وه کلونه مخکی د عیسی له پیدایښت نه یو پیغمبر ویلي وه چې یو څوک به وزیږي او ډیرو خلکوته به نوی ژوندی ورکوي کله چې عیسی راغی هغه پرطبیعت باندې قدرت درلوده،پر بدیویې قدرت درلوده په ناروغیو یې قدرت درلوده او پرمرګ یې قدرت درلوده هغه ډير مینه ناک وه او خلکو سره به یې ډير په مینه چلند کاوه

ځینې خلک له عیسی نه ډاریدل، دخپل دود دستور او دین کې یې خوشاله وه او خپله دین ورته ګران وه، نو هغوی د عیسی ځورول یې پیل کړ اوبیا یې ونیوه او بندي یې کړاو په دار یې وڅړاوه عیسی پوهیده چې دا هر څه به ورپیښ شی نو هغه خپله پیلونو ته ویلې وه چې زه د خپل په مرګ می هم قدرت لرم

ددی خبرې ثبوت هم همدا وه چې کله عیسی مړ شو پس له درې ورځو بیرته ژوندی شو. عیسی وویل زه پیل وپای یم زه هدایت ،ریښتا او ژوند یم                 

هیڅوک به آسماني پلارته ونرسیږي پرته زما له لارې

مقدس کتاب وايی                           

څوک چې ایمان نه لري د خدای پاک خوشاله ول ناشونې دی عیسی وویل هرڅوک چې پما باندې ایمان ولري خدای پاک د خپل په قدرت باندې هغه د خپل بچې جوړه وي اوس عیسی باندې ایمان راوړی؟  هغه تاسو ته پتمه ده چې دخپل ژوند هغه ته ورکړی هغه پتمه ده چې تاسو له ګناه نه لرې شی تاسو په یوازی دا کارنشی کولی خو هغه به تاسو یو نوی کس جوړ کړي بیا ورسته تاسو کولی شی چې خدای پاک سره اړیکه ولری هغه ستاسو پتمه ده،دهرسړي، ښځه ، هلک،جینی چې په ګډه سره دهغه شاته روان شي

ګرانو ملګرو

کیدی شی ورسته د عیسی کیسیو آوریدونه ډيرې پوښتنی به مو ځان ته پیښې شوی وي لکه څنګه زه پوهیدی شم چې ژغورل شوی یم؟څه را پیښیږي چې زه عیسی خپل ژوند کې ومانم؟ دارښیتا ده چې موږ ټول کولی شوی په عیسی باور وکړو؟ او څنګه کولی شو چې د هغه پیلوني شو؟ هو ملګورو پوه شی چې خدای پاک تاسو یې پیدا کړي یی او هغه ده چې ساتي مو پرته له هغه نه تاسو هیڅ یې. اقرار وکړی خدای پاک ته، خپل د ګناهونو ځکه د ګناه پایله فیزیکی او که روحي وي مرګ ده. او د خدای پاک غزب په تاسو ناځل کیږي په دې باوروکړې چې خدای پاک زموږ د ګناهونو لپاره په داروځړیده او دا په دې مانا ده چې خدای زموږ ګناهونه بښلي دي خو په دې باور چې عیسی زموږ د ګناهونو لپاره په دار وځړیده او په مرګ هم حاکم شوهغه په هرڅه قدرت لري هغه له مړونه پورته شواو دخدای پاک په سلطنت کې ناست دی آیا تاوسو غواړی چې عیسی مو د ژغورونکي په توکه ستاسوژوند ته راشی او تاسو له ګناه نه وژغوري؟

نو بیا هیله کوم چې دا دعا له موږ سره وکړی

اې خدایه زه پوهیږم چې ګناه کاره یم او له تاسو نه ډيره مننه کوم چې عیسی مسیح مو زموږ د ګناه لپاره واستوه چې زموږ د ګناه لپاره په داروځړیږي او زما د ګنانونو بیه یې ورکړي له تاسونه ډیره مننه کوم چې هغه مو له مړو پورته کړ،زه هغه د خپل د ژغورونکي په توکه د خپل ژوند کې منم لویه خدایه مننه له دې چې ماته مو ابدی ژوند ډالی کړاو زه به د خپل په وار اې ژغورونکی یې خدمت دې وکړم

اعتماد ستاسو پر عیسی بادې دا مولاس ته راوړل چې  اوس تاسو دروحلقدس په ټاپې مهرولاک شوی یی اوکه په هغه باندې اعتماد وکړی د ژوند هر پړاوکی به له تاسو سره وي لومړی د عیسی خپله اقرار مخکی له دی چې څوک شهادت ورکړي دوم شهادت ورکول د هغه څه چې ډير حیرانکی وي او ستاسو ژوندی کی پیښ شوی دي دریم چې دخپل وخت خدای پاک سره تیر کړی پر هغه اعتماد وکړي او دخپل د ژوند هر څه په جزعیاتوسره هغه سره شریک کړی که تاسو دا پریکړه نن کړې چی د عیسی له پیلونونه یو اوسی نو هیله کوم چې په دی بکس